په اسټرالیا کې

آسټرالیا د سرحدونو د ساتنې وړتیاوی پیاوړي کړې. هر هغه کس چې د بيړۍ له لارې په غير قانوني ډول اسټراليا ته د راتګ کوښښ وکړي هغه کشف او نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي.

د اسټراليا سرحدونه د سمندر له لاری، د غير قانوني مهاجرو پر مخ تړلي شوي

آسترالیا د خلکو د قاچاقبرو سره د مبارزې لپاره ټینګی سرحدی پاليسۍ لري، ترڅو چی اسټراليا ته د غير قانوني مهاجرت مخنیوی وکړی، او همدغسی د هغو کسانو مخه ونيسي کوم چې کوښښ کوي چې د خلکو د قاچاقبرو په بيړيو کې نا امنه سفرونو ته مخه کوي.

دا د اسټراليا پاليسي ده چی د خطر د مخنیوی لپاره د خلکو قاچاقبرو بيړۍ بيرته تاوې کړي.

هیڅ چا ته، له هغو کسانو څخه چی د غیر قانونی بیړیو له لاری آسترالیا ته سفر کوی، اجازه نشته چی په آسترالیا کی میشت شی.

له بده مرغه اوس هم خلک خپلې پيسې ضايع کوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي او کوښښ کوي چې له غلطې لارې څخه اسټراليا ته راشي.

د اسټراليا سرحدونو خوندي ساتل او هم د خلکو د قاچاقبرو سره مبارزه کول يوازې د اسټراليا د حکومت کار ندی ، بلکې هرکس يو رول لوبولی شي.

تاسې کولی شئ چې پدې برخه کې مرسته وکړئ او خپله ټولنه کې خلکو ته، ملګرو ته او کورنۍ ته مو چې له اسټراليا څخه بهر اوسيږي د اسټراليا د سرحدونو د خونديتوب سختو پاليسيو په اړه ووايي .

  • تاسې خلک وهڅوئ ترڅو د سمو لارو څخه د اسټراليايي له ويزې سره راشي.
  • دا ورته تشريح کړئ چې اسټراليا ته د بيړيو په واسطه د غير قانوني راتګ کوښښ، ډير خطرناکه دی او هم ستاسو پيسې ضايع کيږي.
  • د خلکو قاچاقبرو کړنو په اړه د سرحدی څار ادارې ته په 1800009623 زنګ ووهئ. کولی شئ چی د راپور ورکولو وخت کې خپل نوم پټ وساتئ.

د اسټراليا د سرحدونو سخته پاليسۍ به بدلې نشي

زما ترقومندې لاندې هره هغه د خلکو د قاچاق کيښتۍ چې اسټراليا ته راورسيږي

.هغه به ودرول شي او بيرته به واستولۍ شي

.دا به بدلون ونه مومي

.د خلکو قاچاقبران به زمونږ له دفاعي ځواکونوڅخه تير نشي

.زما تر نظر لاندې نشي کولای

خپل ژوند هيڅ لپاره خطر کې مه اچوئ - د اسټراليا سرحدونه ډبرې ورته کلک دي

زه د اسټراليا دخپلواکو سرحدونو دعملياتو قومندان يم

د اسټراليا د پوځ په مشرۍ  عمليات چې  د خلکو د قاچاق

.او په ناقانونه ډول د کيښتۍ  له لارې اسټراليا ته د سفر کولو سره مبارزه کوي

زمونږ دفاعي او د خلکو د قاچاق د مخنيوي ځواکونه  غښتلي دي

.او دا به همداسې پاتې شي

.د خلکو په قاچاقبرو باندې باور مه کوئ

.هغوی جنايتکاران دي او تاسې تير باسي

.خپل ژوند د هيڅ لپاره په خطر کې مه اچوئ

د خلکو قاچاقبرو باندې باور مه کوئ - تاسې به بيرته استول کيږئ

د خلکو د قاچاقبرو پر وړاندې د اسټراليا د پوځ په مشرۍ عمليات به

.زما تر قومندې لاندې په راتلونکي کې هم همداسې جاري وي

زما تر نظر لاندې که چيرې تاسې اسټراليا ته د کيښتۍ له لارې د غير قانوني سفر کولو کوښښ وکړئ

.ستاسو مخه به ونيول شي او بيرته به واستول شئ

د خلکو قاچاقبران تاسې لوټوي

.تاسې خپل ژوند او یا هم د خپلې کورنۍ ژوند ددې جنايتکارانو لاسونو ته مه غورځوئ

د اسټرالیا د کښتیو د بېرته ګرځولو په پالېسۍ کې بدلون ندی راغلی

هر څوک چې په ناقانونه توګه په کشتۍ کې اسټرالیا ته د سفر کولو کوښښ وکړي، وبه پېژندل شي، وبه نیول شي او په خوندي توګه به د اسټرالیا د سمندري اوبو څخه وایستل شي. په دې کې استثنا نشته