د اسټرالیا څخه د باندې

آسټرالیا د سرحدونو د ساتنې وړتیا پیاوړي کړې. هر هغه کس چې د بيړۍ له لارې په غير قانوني ډول اسټراليا ته د راتګ کوښښ وکړي ، هغه به کشف او نيول شي، او بيرته به ليږل کيږي.

د اسټراليا سرحدونه د غير قانوني بيړيو له لارې مهاجرو پر مخ تړلي شوي

هر کس چې د غير قانوني بيړۍ له لارې اسټراليا ته د راتګ کوښښ وکړي هغه به بيرته تاويږي او هغه ځای ته به ليږل کيږيچۍ له له هفه ځای څخه راغلی وي، يا بيرته خپل هيواد ته استول کيږي او يا هم کم بل هيواد ته ليږل کيږي.

. هیڅ چاته، له هغو کسانو څخه چی د غیر قانونی بیړیو له لاری آسترالیا ته سفر کوی، اجازه نشته چی په آسترالیا کی میشت شی.

د اسټراليا د سرحد خونديتوب پاليسۍ داسې ډيزاين شوي ترڅو د اسټراليا سرحدونه خوندي وساتي، د خلکو د قاچاقبرو سره مبارزه وکړي او د هغو کسانو مخه ونيسي کوم چې د بيړيو په واسطه کوښښ کوي چې د خطرناکو لارو او د سمندر له لارې اسټراليا ته راشي.

د خلکو قاچاقبرو دروغو باندې باور مه کوئ

د خلکو قاچاقبر اسټراليا کې ميشتيدنې دروغو وعدې ورکوي ترڅو خلک ورته خپلې پيسې ورکړي. د هغو پر دروغو باور مه کوئ. حقيقت دادی چې د خلکو قاچاقبرو ته پيسې ورکوونکي او د بيړيو په واسطه غير قانوني اسټراليا ته راتلونکي کسان به هغه څه ترلاسه نه کړي چې د هغو لپاره يې پيسې ورکړي.

د خلکو قاچاقبر ستاسو د خونديتوب او راتلونکي په اړه انديښمن ندي، هغوی يوازې ستاسو پيسو ته زړه ښه کوي.

خوندي او قانوني سفر وکړئ

اسټراليا ته د راتګ لپاره يوازې يوه لاره شته، او هغه له اسټراليايي ويزې سره د راتګ لار ده.

که وغواړی چی اسټراليا ته خوندي او قانوني راتلو په اړه نور معلومات تر لاسه کړی، دا ويبپاڼه وګورئ د کورنيو چارو وزارت ويبپاڼه .

سرحدات آسترالیا قایم بندی شده اند

سرحدات آسترالیا قایم بندی شده اند

له پنځو کلونو چه د استرالیا حکومت د سرحدونو خوندیتوب عملیات پیل کړل، مونږ په بریالیتوب سره بیړۍ ودرولې اسټراليا ته د قاچاقبرو کواښ له مينځه ويوړل شو.

د استرالیا چارواکو نه یوازی چې 33 بیړۍ ودرولې، 827 خلک یې هم بیرته هماغه ځای ته چه تری راغلی وو واستول، او هم مونږ له سیمه ایز همکارانو سره کار کړی چې د 70 څخه زیاتو د خلکو قاچاق له خطر څخه ډک سفر هڅی ودرو مخکی لدینه چه دوی حرکت وکړی .

د خلکو قاچاق د سمندر له لارې په دوامداره توګه د استرالیا خونديتوب او سرحدونو لپاره یو ګواښ دی .

له ويتنام څخه پدې وروستيو کې د خلکو قاچاق بيړۍ رارسيدل مونږ ته په وخت دا رایادوی چه دا ګواښ ندی لرې شوی. .

دا افراد په چټکه وموندل شول، توقیف شول او بیرته خپلو کورونو ته واستول شول.. هیڅ يو له دوی څخه په استرالیا کې میشت نشو .

حال داچې دا بیړی ناکامه شوه، قاچاقبر د دې رسیدلو نه د بازار موندنی په توګه ګته اخلې ترڅو بې وزله خلک بیړیو کې سپريدو ته وهڅوی.

جنایتکارو قاچاقبرو ته غوږ مه نیسئ.

استرالیا دې ته ژمن دی ترڅو خپل سمندری او هوای قوتونو ته د څارنی لپاره امکانات ډیر کړي چې له دی خطر سره مبارزه وکړي .

که تاسې استرالیا ته په بیړۍ د راتلو هڅه وکړئ، تاسی به ودرول شی .

زمونږ د سرحدونو د ساتنی په پالیسی کی بدلون ندی راغلی او را به هم نشی.

مونږ به د خپل هیواد د امنیت او په ملی حاکمیت مصالحت ونکړو .

د سیمه ایزی ارزونی ترتیبات به دوام ومومي او د سیمه ایزو ارزونی خلک به په استرالیا کې میشته نشی.

د سرحدونو د خوندیتوب د عملیاتو پیاوړتیا قاچاقبرو او هغه څوک چه د دوی له خدمتونو څخه کار اخلی یو کلک پیغام استوی د استرالیا حکومت دا پریکړه چه د خپلو سرحدونو د خوندیتوب، د خلکو د قاچاق سره مبارزه او په سمندر کې د مړینی څخه مخنیوی له هر وخت څخه پیاوړی ده.

آسټرالیا د سرحدونو د ساتنې وړتیا پیاوړي کړې دي

د اسټرالیا سرحدي، بحري او هوايي ځواکونه خپلی هڅې ډيرې کړي ترڅو د هرې شکمنې بيړۍ کوم چې د اسټراليا سيمې ته داخليږيُ کشف او مخنیوی وکړی

د استرالیا سرحدونه په ناقانونه توګه مهاجرت ته تړل شوی دي

د آسټرالیا سرحدونه د هر هغه چا په مخ تړلي دي چې غواړي په ناقانونه توګه دلته راشي، او همداسې تړلي به پاتې شي.

د خلکو قاچاق وړونکې وروستۍ کشتۍ نه درې کاله کیږي چې استرالیا ته رسېدلې او زموږ سرحدونه د پخوا په پرتله ډېر پیاوړي دي.

څوک چې د کشتۍ په واسطه په غیر قانوني توګه استرالیا ته د رسیدو هڅه کوي بیرته به وګرځولی شي یابه بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

د قاچاق وړونکو په خوله مه غولېږئ دوی به تاسوته هر څه ووايي ترڅوستاسې پیسې ترلاسه کړي.

په غیرقانوني ډول استرالیا ته د رسیدو په هڅه کې هیڅ ډول مالي ګټې شتون نلري.

متحده ایالاتو سره زموږ د کډوالو بیا مېشتېدنې موافقه صرف د یو ځل دپاره ده، هیڅ کله به بیا تکرار نشي.

په سیمه ایزو پروسس شویو هیوادونو کې به هیڅوک په استرالیا کې بیا میشته نشي.

په غیر قانوني توګه د کشتۍ له لارې استرالیا ته د رسیدلو هڅه بې مانا او خطرناکه ده.

تاسو به ونیول شئ او بېرته به ولېږل شئ

د اسټرالیا د کښتیو د بېرته ګرځولو په پالېسۍ کې بدلون ندی راغلی

هر څوک چې په ناقانونه توګه په کشتۍ کې اسټرالیا ته د سفر کولو کوښښ وکړي، وبه پېژندل شي، وبه نیول شي او په خوندي توګه به د اسټرالیا د سمندري اوبو څخه وایستل شي. په دې کې استثنا نشته