Loading

​​​​

د آسټرالیا سرحدونه ټوله ورځ، او هره ورځ ګزمه کیږي


هر هغه څوک چې استرالیا ته د غیرقانوني بیړې سفر هڅه کوي بیرته خپل د ورتګ ځای ته ګرځول کیژي، بیرته خپل هیواد ته استول کیژي، یا د اداري پروسي لپاره دریم هیواد ته لیږدول کیږي.

له 2013 راهیسې استرالیا هره کښتۍ چې په غیر قانوني توګه د ننوتلو هڅه کړي درولي ي ده. هره کښتۍ له نږدې څارل کیږي. استرالیا ته د غیر قانوني مهاجرت چانس صفر دي.

د خلکو د قاچاقبرانو راپور ورکړئ


د خلکو قاچاق وړونکي په اسټرالیا کې د میشته کیدلو لپاره له دروغجنو ژمنو څخه کار اخلي ترڅو خلک قانع کړي چې د خپلو پیسو سپماوي‌ ورته وسپاري. د دوی په درواغو باور مه کوئ.

هر څوک چې استرالیا ته د بیړې غیر قانوني سفر لپاره د خلکو قاچاق وړونکي ته پیسې ورکوي هغه څه به ترلاسه نه کړي چې دوی ورته پیسې ورکړي. د خلکو قاچاق وړونکي ستاسو خوندیتوب یا ستاسو راتلونکي ته پام نه کوي. دوی یوازې ستاسو پیسو ته لیوالتیا لري.

د سرحد څارنه ته د راپور ورکولو له لارې د مجرمو قاچاق وړونکیو مخه ونیسئ.

د سرحد د څارني ویبپاڼه

په خوندي او قانوني توګه سفر وکړئ


آسټرالیا یوه سخاوتمندانه د بشردوستانه او مهاجرت پروګرامونه لري، او د مهاجرینو ته د ښه راغلاست اوږد تاریخ لري.

آسټرالیا ته د خوندي او قانوني سفر لپاره ستاسو د اختیارونو په اړه نور مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره، د کورنیو چارو وزارت مهاجرت او تابعیت ویب پاڼه وګورئ.

استرالیا ته یوازینۍ قانوني لاره د استرالیا د اعتبار وړ ویزې ته غوښتنلیک ورکول دي. د خلکو قاچاقبران به تاسو ته بل ډول ووایي - د دوی درواغو ته مه کیوزي.

د امیګریشن ویبپاڼه